د طالبانو يو پلاوى د انډونيزيا له چارواكو سره د خبرو په هدف دې هېواد ته تللى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دا اته كسيز پلاوى په دوحه كې د دوى د سياسي دفتر د رئيس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن سهار له قطره انډونيزيا ته روان شو.
نوموړي ويلي، دغه طالب پلاوى به له انډونيزيايي چارواكو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي اړيكو او د سولې او راتلونكي افغانستان لپاره د انډونيزيا د همكاريو پر اهميت وغږېږي.
د طالبانو پلاوى په داسې حال كې انډونيزيا ته سفر كوي، چې ټاكل شوې د روان ميلادي كال د اګسټ مياشتې په وروستۍ اونۍ كې په ياد هېواد كې د افغانستان، انډونيزيا او پاكستان د ديني عالمانو دوهمه غونډه جوړه شي.


