ads

د امريكا د بهرنيو چارو وزير له جمهور رئيس غني سره ټيليفوني خبرې وكړې

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، د افغانستان په اړه د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ستراتېژۍ بدلون نه دى كړى. وروسته له هغې، چې د افغانستان حكومت له واشنګټنه د ټرمپ د وروستيو څرګندونو په تړاو د توضيحاتو غوښتنه وكړه، پمپيو له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ټيليفوني خبرې وكړې. د […]

نویسنده: hewadpal
4 زمری 1398
د امريكا د بهرنيو چارو وزير له جمهور رئيس غني سره ټيليفوني خبرې وكړې

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، د افغانستان په اړه د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ستراتېژۍ بدلون نه دى كړى.
وروسته له هغې، چې د افغانستان حكومت له واشنګټنه د ټرمپ د وروستيو څرګندونو په تړاو د توضيحاتو غوښتنه وكړه، پمپيو له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ټيليفوني خبرې وكړې.
د امريكا جمهور رئيس د تېرې دوشنبې په ورځ په واشنګټن كې د پاكستان له لومړي وزير عمران خان سره د ليدنې په مهال خبريالانو ته وويل، که دی وغواړي د افغانستان جګړه په يوه اونۍ کې ختمولی او د دې کار لپاره په ۱۰ ورځو کې دغه هېواد د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي ميليونونه كسان ووژل شي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د پرونۍ خبرپاڼې پر بنسټ، پمپيو او جمهور رئيس غني په خپلو ټيليفوني خبرو كې هوكړه وكړه، د دې وخت را رسېدلى، چې د مذاكرې له لارې د افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو لپاره هڅې ګړندۍ شي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د امريكا عمومي لوى درستيز جنرال جوزېف ډانفورډ او د افغانستان د سولې لپاره د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كابل ته لېږل شوي، ترڅو د سولې بهير د نورو پړاوونو جزيات تر بحث لاندې ونيسي.
د يادونې وړ ده، چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د افغانستان د سياستوالو، پارلمان، حكومتي چارواكو او خلكو له توند غبرګون سره مخ شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA