د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، تر هغه وخته، چې بهرني ځواكونه له افغانستانه ونه وځي، په دغه هېواد كې د سولې ټينګښت او د ټاكنو ترسره كېدل ناشونې دي.
ده نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، د بهرنيو ځواكونو حضور په هېواد كې د جګړې د دوام سبب شوى او مختلفې كړۍ د دې جګړې د دوام غوښتونكې دي.
حكمتيار ټينګار وكړ، چې افغان حكومت بايد د طالبانو معقولې غوښتنې ومني او طالبان دې هم له افغانانو سره د سولې مذاكراتو ته كېني.
د حزب اسلامي د مشر په خبره، افغانان بايد خپل برخليك په خپله وټاكي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد كابل ته راغلى او له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره يې د حكومتي مركچي پلاوي د جوړولو په اړه بحث كړى دى.
په پام كې ده نوموړى له كابل وروسته د قطر پايتخت دوحې ته لاړ شي او يو ځل بيا د طالبانو له استازو سره خبرې وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


