د امريكا سنا جرګې جنرال مارك ميلي د دې هېواد د لوى درستيزانو كمېټې د نوي رئيس په توګه تاييد كړ.
ميلي د جنرال جوزېف ډانفورډ ځايناستى كېږي.
د ډانفورډ كاري دوره د راتلونكې اكټوبر مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي.
د امريكا سنا جرګې ميلي په ۸۹ موافقو او يوې مخالفې رايې تاييد كړى دى.
نوموړى دمګړۍ د متحدو ايالتونو د لوى درستيز په توګه دنده ترسره كوي.
ده په افغانستان او عراق كې هم دندې ترسره كړې دي.
د امريكا د لوى درستيزانو كمېټې رئيس د دغه هېواد جمهور رئيس، د ملي امنيت شورا او د دفاع وزير ته د پوځي مسايلو په تړاو مشورې وركوي.


