جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان له خپل هېڅ ګاونډي سره ستونزې نه لري او له خپلو ګاونډيانو سره سوله ييزې اړيکې غواړي.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په مازديګر په نورستان، کونړ، لغمان او لوګر ولايتونو کې د ۱۵ بېلابېلو پرانيستل شوو پروژو په اړه جوړې شوې غونډې ته وكړې.
جمهور رئيس غني په دې غونډه كې، چې په ارګ كې جوړه شوې وه، په هېواد كې تلپاتې او باعزته سوله د حكومت او خلكو بنسټيزه غوښتنه وبلله او ټينګار يې وكړ، چې باعزته او سوله ييز افغانستان د ټولو په ګټه دى.
ده زياته كړه، د ملي يووالي حكومت له هر ګاونډي هېواد سره د همغږۍ طرحه لري.
د جمهور رئيس غني په وينا، سوله او ټاكنې د يو بل ضد نه، بلكې د يو بل بشپړوونكې دي.
هغه له درغليو پر پاكو، رڼو، ټولشموله او پر اصولو برابرو ټاکنو ټينګار وكړ.
ټاكل شوې د جمهوري رياست ټاكنې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شي او د كانديدانو ټاكنيزې مبارزې د راتلونكې يكشنبې په ورځ پيلېږي.


