ads

بريتانيا له افغانستان سره د خپلو مرستو او همكاريو پر دوام ټينګار وكړ

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد تېره ورځ له غرمې وروسته په كابل كې د بريتانيا له سفيرې اليسن بليک او د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا له ځانګړي استازي ګرېټ بيلي سره د ملي دفاع وزارت په ودانۍ کې وکتل. د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه كې د […]

نویسنده: hewadpal
4 زمری 1398
بريتانيا له افغانستان سره د خپلو مرستو او همكاريو پر دوام ټينګار وكړ

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد تېره ورځ له غرمې وروسته په كابل كې د بريتانيا له سفيرې اليسن بليک او د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا له ځانګړي استازي ګرېټ بيلي سره د ملي دفاع وزارت په ودانۍ کې وکتل.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه كې د افغانستان پر امنيتي حالت، له افغان امنيتي ځواکونو سره د بريتانيا پر مرستو او همکاريو، د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا او د ترهګرۍ په وړاندې پر مبارزې خبرې شوې.
اسدالله خالد له افغانستان سره د بريتانيا له مرستو په مننې سره وويل، د دغه هېواد مرستې په امنيتي برخه کې ټولو ته څرګندې دي او دوى غواړي دا مرستې په همدې ډول دوام ولري.
بلخوا په كابل كې د بريتانيا سفيرې او د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA