ads

په پکتیکا کې سلېمان غر کلنۍ مشاعره وشوه

تتېره شپه د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ د مېلمستون په انګړ کې د سلېمان غر دودیزه مېله او مشاعره وشوه، چې د پکتیکا پرشاعرانو سربېره له ځينوګاونډیو ولایتونو څخه د شعراو ادب مینوالو پکې ګډون کړی وو. که څه هم سږنۍ مشاعره د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۰ کلیزي په ویاړ جوړه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 زمری 1398
په پکتیکا کې سلېمان غر کلنۍ مشاعره وشوه
په پکتیا کې دسلېمان غر کلنۍ مشاعره

تتېره شپه د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ د مېلمستون په انګړ کې د سلېمان غر دودیزه مېله او مشاعره وشوه، چې د پکتیکا پرشاعرانو سربېره له ځينوګاونډیو ولایتونو څخه د شعراو ادب مینوالو پکې ګډون کړی وو.
که څه هم سږنۍ مشاعره د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۰ کلیزي په ویاړ جوړه وه، خو ګډونوال يي د تېرو کلونو په پرتله خورا کم وو.
د مشاعرې د پیل په خبروکې د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د ښه راغلاست وینا وکړه او د شاعرانو او فرهنګپالو کړنې يي د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره نه هېریدونکې وبللې.
ده وویل هېواد په اوس وخت کې تر بل هر څه سولې او ملي یووالي ته اړتیا لري او لازمه ده چې شاعران او لیکوالان په دي برخه کې د هېوادني مسولیت له مخې خپل رسالت په ښه ډول ترسره کړي.
د مشاعرې په پیل سره شاعرانو خپل حماسي، له هېواد سره د مینې ، ازادۍ او سولې په اړه شعرونه وویل چې د ګډونوالوله لوري له تود هرکلي سره مخ شول.
د مشاعرې په بله برخه کې د ځينو نورو شاعرانو په شعرونو کې بیا د عشق او مینې یاداښتونه تازل کېدل.
د سلېمان غر دودیزه مېله او مشاعره هرکال په پکتیکا کې جوړېږي، خو سږنۍ مشاعره کې د نورو کلونو په پرتله د پکتیکا او د هېواد د نورو ولایتونو د شاعرانو او فرهنګپالو حضور کمرنګه وو.
 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA