ads

ارزګاني لوبغاړو د وسله والو طالبانو له مشرانو څخه د بین الافغاني سولې غوښتنه وکړه

ارزګان کې د ۳۷ لوبډلو ترمنځ د سولې تر سرلیک لاندې ۴۲ ورځنۍ لوبې پیل شوې. دغه لوبې، چې په شخصي لګښت جوړې شوې، پکي د فوټبال، واليبال او کرکټ لوبډلې ګډون کوي. د لوبو د پیل په مراسمو کې تر ډېره د سولې پر ارزښت خبرې وشوې او د وسله والو طالبانو له مشرانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 زمری 1398
ارزګاني لوبغاړو د وسله والو طالبانو له مشرانو څخه د بین الافغاني سولې غوښتنه وکړه
اروزګاني لوبغاړي

ارزګان کې د ۳۷ لوبډلو ترمنځ د سولې تر سرلیک لاندې ۴۲ ورځنۍ لوبې پیل شوې.
دغه لوبې، چې په شخصي لګښت جوړې شوې، پکي د فوټبال، واليبال او کرکټ لوبډلې ګډون کوي.
د لوبو د پیل په مراسمو کې تر ډېره د سولې پر ارزښت خبرې وشوې او د وسله والو طالبانو له مشرانو څخه غوښتنه وشوه، چې له افغان حکومت سره بين الافغاني خبري پیل کړي.
له جګړو ستړي ولسونو د هغه ولايت اوسېدونکو چې له کلونو راهیسې د جګړو په اور کې سوځي، يو ځل بیا يې د سولې تر سرلیک لاندي ورزشي لوبې پیل کړې.
په ارزګان کې د ورزش امر قدرت الله الفت وايي، يادې لوبې، چې د ۳۷ لوبډلو ترمنځ به ۴۲ ورځې دوام وکړي، پرمهال به يې د کرکټ ۱۶ لوبډلې ۱۴ ورځې، د فوټبال ۱۵ لوبډلې ۱۸ ورځې او د واليبال ۶ لوبډلې ۱۰ ورځي په خپل منځ کې ولوبېږي.
قدرت الله الفت وایي، له يادو لوبو څخه يي هدف دادی چې خلګ د سولې په ارزښت وپوهه وي .
الفت وايي، ارزګان ولایت تر نورو ډېر جګړو ځپلي او د وسله والو طالبانو مشران دې نور له جګړې لاس واخلي او له افغان حکومت سره دې بین الافغاني خبري پیل کړي.
د يادو لوبو د پیل په مراسمو کې ولايتي چارواکو هم خبرې وکړې.
دارزګان مرستيال والي عطا الله فضلي هم له وسله والو طالبانو غواړي چې خپله سياسي مبارزه د بیا پخلاينې له لارې مخ ته يوسي.
هغه هم د جګړي پر زيانونو خبرې وکړي او جګړه یې د پرمختګ پر وړاندي لوی خنډ وبلله.
عطاالله فضلي له ځوانانو غوښتنه وکړه چې په ښوونیزې، بیارغونې او نور برخو کې سر يو شي.
په ورت مهال په دغه ولايت کې لوبغاړي او يو شمېر نور ځوانان هم پر اوربند ټينګار کوي.
لوبغاړي وايي د روانو جګړو پرمهال له هر ډول پرمختګ څخه شاه ته پاته شوي او وسله وال طالبان دې نور له جګړو لاس واخلي.
دوی زياته وي چې د دغه ډول لوبو ترسره کېدل به يې پر لوبيز چاپېریال ښه اغېز ولري او له ملي سوداګرو هم غوښتنه کوي چې د لوبډلو تر منځ ورته لوبې پیل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA