ads

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د بنګلدېش لوبډلې ته ماته ورکړه

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بنګلدېش په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۷۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې هم دغه منډې پوره او لوبه یې وګټله. په افغان منډه جوړونکو کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدران وکړې. نوموړي په دغه لوبه کې ۱۲۷ منډې وکړې چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 چنګاښ 1398
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د بنګلدېش لوبډلې ته ماته ورکړه
افغان کرکټ الف لوبډله

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بنګلدېش په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۷۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې هم دغه منډې پوره او لوبه یې وګټله.
په افغان منډه جوړونکو کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدران وکړې. نوموړي په دغه لوبه کې ۱۲۷ منډې وکړې چې شپږ یې څلوریزې او څلور یې شپږیزې ووهلې.
په بالرانو کې بیا کریم جنت درې لوبغاړي وسوځول او ۲۴ منډې یې هم جوړې کړې.
دا د افغانستان او بنګله دیش د الف ټیمونو ترمنځ د پنځو لوبو لړۍ ده چې اوله یې هم افغانستان ګټلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA