slideshow

532
۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: احسان الله ولسمل

ارزګان کې ولايتي چارواکي په دغه ولايت کې د سرتيرو پر کم جلب او جذب انديښمن دي

ارزګان امنیتي چارواکي تصویر: ټولنیزې رسنۍ

دارزګان مرستيال والي عطا الله فضلي وايي په ارزګان د فوځ په ليکو کې د ارزګان ځوانان کم جلب او جذب کوي او زړه نه ښه کوي چې د افغان ځواکونو په ليکو کې ځاي پر ځاي شي.
فضلي وايي د سرتيرو په ليکو کې د ځوانانو کم جلب او جذب زيات لامل ورته معلوم نه دي، خو په وينا يي چې تر ډېره په دي برخه کې د خلګو عامه پوهاوي کم دي.
هغه وايي له مرکز کابل څخه ورته ټاکل شوي جلب او جذب يي تراوسه نه دي پوره کړي.
مرستيال والي وايي اوس يي ځوانانو ته د سرتيرو په ليکو کې د جلب او جذب لپاره د عامه پوهاوي پرګرامونه چمتو کړي څو د ارزګان ډېر ځوانان د سرتيرو ليکو ته جلب کړي.
د هغه په باور که د سيمي اوسيدونکي د سرتيرو په ليکو کې نوم ليکنه وکړي، له يوي خوا به نظامي ليکي پياوړي شي او له بل لوري به د سيمي په کچه ښه رول ولري.
فضلي وايي په دي وروستيو کې يي د سيمه ييز اردو دوه کنډک هم جوړ کړي چې د سيمه اوسيدونکي پکښي دندي لري.
بلخوا امنيتي چارواکي بیا له ځوانانو غوښتنه کوي چې د سرتيرو ليکو ته راشي.
د ارزګان امنيه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري د سرتيرو په ليکو کې د ځوانانو جلب او جذب اړين ياده وي او ترې غواړي چې راشي په دي برخه کې له دوی سره ملګري شي.
له دي سره د ارزګان اوسيدونکي او د نظر څښتن بیا وايي چې په دغه ولايت کې په شدت سره جګړه د سرتيرو د حقوقو پر وخت نه رسيدل او کم امتياز په پام کې نيول هغه لاملونه چې ډېر کسان د سرتيرو په ليکو ته راګرځي.
دوی وايي که دافغان حکومت له لوري د سرتيرو ژوند ته پاملرنه وشي او د هر ډول حقوقو څخه برخمن شي، نو زيات شمېر ځوانان به د سرتيرو ليکو ته راوګرځي.
دغه کسان هم له ځوانانو غواړي چې د سرتيرو په ليکو کې خپل ځانونه جذب کړي.
داپه داسي حال کې ده چې تر وړاندي په ارزګان کې سرتيرو ادعا کول چې دولت ورته پاملرنه نه کوي او حقه حقوق يي ورته نه ورکوي.
دارزګان والي تر دي وړاندي ويلي وه چې په دغه ولايت کې د پوليسو په يو شمير پوستو کې امنيتي سرتيرو د معاشر پر ځاي نشی توکی هيروين ورکول کيږي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *