د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو له روسيې د اېس ۴۰۰ راكټي دفاعي سيسټم د پېرودلو په تړاو خپله مايوسي د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو ته څرګنده كړه.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي، پمپيو او اوغلو پرون ټيليفوني خبرې وكړې.
د تركيې او روسيې ترمنځ هوكړه ليك له ناټو او امريكا سره د انقرې اړيكې ترينګلې كړې او په دفاعي برخه كې دوه ميليارد ډالري معامله يې له خطر سره مخ كړه.
د اېس ۴۰۰ راكټي دفاعي روسي سيسټم لومړۍ برخه د روانې جولاى مياشتې په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه انقرې ته ورسېده.
تر دې وروسته دا لومړى ځل دى، چې د امريكا او تركيې لوړ رتبه چارواكي له يو بل سره ټيليفوني خبرې كوي.
د متحدو ايالتونو او ناټو پوځي چارواكو ويلي، ياد روسى سيسټم د ناټو له پوځي سيسټمونو سره سمون نه لري او د دغه سازمان جنګي الوتكو ته ګواښ ګڼل كېږي.


