امریکا سعودي عربستان ته د خپلو ځواکونو، الوتکو او وسلو لېږد بهیر پیل کړ
دغه اقدام د امریکا او ایران تر شخړو او د انصارالله تر بریدونو وروسته اخیستل کېږي.
د دغو ځواکونو شمېر ۵۰۰ دی او ریاض ته نېږدې به د شاهزاده سلطان په هوایي اډه کې ځای پر ځای شي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي چې دغه کار د ریاض په همغږۍ او بلنه ترسره کېږي.
راپورونه وایي، اوسمهال په سعودي عربستان کې د امریکایي ځواکونو او کارمندانو شمېر ۸۵۰ ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په فارس خلیج کې تر ټولو لویه نظامي اډه لري او همدارنګه په کویټ کې د امریکا تر ټولو ډېر سرتیري مېشت دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


