ads

په هلمند كې د انګورو حاصلات ۱۰ فيصده زيات شوي

د هلمند د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمى الكو وايي، سږ كال په دې ولايت كې د تېر كال په پرتله د انګورو په حاصلاتو كې ۱۰ فيصده زياتوالى راغلى دى. د نوموړي په خبره، سږ كال په هلمند كې د انګورو حاصلات نېږدې ۹۰ زره ټنه اټكل شوي دي. الكو زياتوي، هلته […]

نویسنده: hewadpal
29 چنګاښ 1398
په هلمند كې د انګورو حاصلات ۱۰ فيصده زيات شوي

د هلمند د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس زلمى الكو وايي، سږ كال په دې ولايت كې د تېر كال په پرتله د انګورو په حاصلاتو كې ۱۰ فيصده زياتوالى راغلى دى.
د نوموړي په خبره، سږ كال په هلمند كې د انګورو حاصلات نېږدې ۹۰ زره ټنه اټكل شوي دي.
الكو زياتوي، هلته دمګړۍ پر ۶۴۱۰ هکټاره ځمکې د انګورو باغونه موجود دي او دوى هر كال له ۳۰۰ تر ۴۰۰ نوي باغونه جوړوي.
د ده په وينا، د هلمند انګور د نورو ولايتونو په پرتله ژر حاصل ته رسېږي او ښه بازار لري.
د هلمند باغ لرونكي د انګورو له حاصلاتو خوښ دي او له حكومته ورته د سړو خونو د جوړولو غوښتنه كوي.
دوى وايي، په دې كار سره به د دغه ولايت كروندګر د کوکنارو له كركيلې لاس واخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA