د پکتيا په احمد ابا ولسوالۍ کې درې ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دې ماين خښوونکو غوښتل د احمد ابا ولسوالۍ په افضل خېلو سيمه کې په سړک كې ماين خښ کړي، چې خپل ماين پرې چاودلى او په پايله کې يې درې واړه وژل شوي دي.
سرچينه وايي، وژل شوي ماين خښوونکي د وسله والو طالبانو د حکيم الله ډلې غړي وو.
خو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


