په پكتيا كې په ودونو او نورو مراسمو كې د خوښۍ پر هوايي ډزو بنديز ولګېد.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د پکتيا ټولو اوسېدونكو ته خبر ورکول کېږي، چې د نظامي شورا د پرېکړې پر بنسټ هېڅوک حق نه لري په ودونو او نورو مراسمو كې بې ځايه ډزې وکړي.
د سرچينې په وينا، که چېرې له کوم چا سره په ودونو کې د ډزو په مهال وسله وموندل شوه، وسله يې ضبطېږي او له قانون سره سم چلند به ورسره وشي.
سرچينې له ټولو نظامي او ملکي وګړو هيله كړې، چې حکومتي پرېکړو ته درناوى وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ډزو له كبله كله ناكله د خوښۍ مراسم په غم بدلېږي او خلكو ته په كې مرګ ژوبله اوړي.


