ads

په هلمند کې ۱۶ وسله وال طالبان ووژل شول

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ياد وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د دغو عملياتو په مهال ۱۶ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور […]

نویسنده: hewadpal
29 چنګاښ 1398
په هلمند کې ۱۶ وسله وال طالبان ووژل شول

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د دغو عملياتو په مهال ۱۶ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو يو شمېر سيمې د طالبانو له شتونه پاکې كړې هم دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، په دې عملياتو کې ۲۹ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او شنډ شوي او د دښمن ۱۰ پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.
د سرچينې په خبره، د يادو عملياتو په ترڅ كې ګډو امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغو عملياتو په تړاو تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA