ads

په غزني كې پنځه ملكي وګړي ووژل شول

د غزني په خوږياڼو ولسوالۍ كې د جمعې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې د ماين چاودنې پنځه ملكي وګړي ووژل. د دې ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د خوږياڼو ولسوالۍ په پيركه دښته كې د ملكي كسانو پر يوه كرولا ډوله موټر د وسله والو طالبانو لخوا […]

نویسنده: hewadpal
29 چنګاښ 1398
په غزني كې پنځه ملكي وګړي ووژل شول

د غزني په خوږياڼو ولسوالۍ كې د جمعې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې د ماين چاودنې پنځه ملكي وګړي ووژل.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د خوږياڼو ولسوالۍ په پيركه دښته كې د ملكي كسانو پر يوه كرولا ډوله موټر د وسله والو طالبانو لخوا د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه وشوه.
په خبرپاڼه كې راغلي، د يادې چاودنې له كبله د يوه پنځه کلن ماشوم او څلورو نارينه وو په ګډون پنځه ملکي وګړي ووژل شول.
سرچينه وايي، دا کسان د غزني د مركز د تحويلدار کلا اوسېدونکي وو، چې له مرکزه خوګياڼو ولسوالۍ ته پر لاره يې خپل ژوند له لاسه وركړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA