ads

په خوست كې دوه پوليس وژل شوي

د خوست د مرکز اړوند د متون په ګلزار اکا سيمه کې نن له غرمې وړاندې دوه پوليس د‌ وسله والو کسانو له لوري په ډزو ويشتل شوي او وژل شوي دي. د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پېښه تاييدوي خو وايي، د مرګ ژوبلې په اړه يې پوره معلومات نه لري. په ورته […]

نویسنده: hewadpal
29 چنګاښ 1398
په خوست كې دوه پوليس وژل شوي

د خوست د مرکز اړوند د متون په ګلزار اکا سيمه کې نن له غرمې وړاندې دوه پوليس د‌ وسله والو کسانو له لوري په ډزو ويشتل شوي او وژل شوي دي.
د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پېښه تاييدوي خو وايي، د مرګ ژوبلې په اړه يې پوره معلومات نه لري.
په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رئيس حبيب شاه انصاري ويلي، د ولايت ملکي روغتون ته د پېښې له ځايه د دوو پوليسو جسدونه وړل شوي دي.
پر يادو پوليسو د بريد مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA