د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني په اروزګان كې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
دغې قوماندانۍ نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په خاص اروزګان ولسوالۍ كې د رهبري شوو توغنديو په بريدونو كې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، د يادو بريدونو له كبله د طالبانو زياته اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونكي توكي هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


