د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مخې ته چاودنه شوې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد وويل، نن سهار د خوګياڼو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مخې ته د موبايل په ډبي کې ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
دى وايي، په دغه چاودنه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
خو ځايي اوسېدونکو ويلي، د پېښې له ځايه سيمه ييز روغتون ته درې ټپيان وړل شوي دي.
د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


