ads

دانش د سولې په بهير كې د افغانستان د خلكو پر تصميم نيونې ټينګار وكړ

د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، كه طالبان فكر كوي، چې يوازې له امريكا سره د خبرو له لارې كولاى شي سوله وكړي او بريا ته ورسېږي، دا له يوه خيال پرته زيات څه نه دي. نوموړي نن په كابل كې د هېوادپالو د سواد كاروان پرانيستغونډې ته وويل، د جګړې اصلي قربانيان […]

نویسنده: hewadpal
29 چنګاښ 1398
دانش د سولې په بهير كې د افغانستان د خلكو پر تصميم نيونې ټينګار وكړ

د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وايي، كه طالبان فكر كوي، چې يوازې له امريكا سره د خبرو له لارې كولاى شي سوله وكړي او بريا ته ورسېږي، دا له يوه خيال پرته زيات څه نه دي.
نوموړي نن په كابل كې د هېوادپالو د سواد كاروان پرانيستغونډې ته وويل، د جګړې اصلي قربانيان او مهم لورى د افغانستان خلك دي، چې بايد تصميم ونيسي.
دانش زياته كړه، تر هغه وخته، چې طالبان له جګړې لاس وانخلي، اوربند ونه مني او د افغانستان د حكومت په رهبرۍ بين الافغاني مذاكراتو ته غاړه كېنږدي، د سولې په اړه خبرې د نړۍ د عمومي افكارو غولول دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د افغان سولې په تړاو يوه بل ماموريت ته چمتووالی نيسي.
ده نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د نوي ماموريت د چمتووالي لپاره يې په واشنګټن کې د جرمني او هند له سفيرانو او د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي او پر افغان سولې يې ورسره خبرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA