ads

په ننګرهار كې پر سيمه ييزو پوليسو د ماين چاودنه شوې

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو د ماين چاودنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د چپرهار ولسوالۍ په فاميلو سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه کړې، چې […]

نویسنده: hewadpal
28 چنګاښ 1398
په ننګرهار كې پر سيمه ييزو پوليسو د ماين چاودنه شوې

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو د ماين چاودنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د چپرهار ولسوالۍ په فاميلو سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه کړې، چې له كبله يې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او يو سيمه ييز پوليس او يو ملكى وګړى ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان د ننګرهار په حوزوي روغتون كې تر درملنې لاندې دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA