ads

په كابل ښار كې ځانمرګي بريد ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د كابل پوهنتون د ورودي دروازې مخې ته ځانمرګي بريد ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز خبريالانو ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۱۰ دقيقې يوه ځانمرګي بريد كوونكي، چې په كرولا ډوله موټر كې سپور و، د كابل پوهنتون د ورودي دروزاې مخې ته خپلو […]

نویسنده: hewadpal
28 چنګاښ 1398
په كابل ښار كې ځانمرګي بريد ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د كابل پوهنتون د ورودي دروازې مخې ته ځانمرګي بريد ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز خبريالانو ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۱۰ دقيقې يوه ځانمرګي بريد كوونكي، چې په كرولا ډوله موټر كې سپور و، د كابل پوهنتون د ورودي دروزاې مخې ته خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې درې ملكي وګړي او يو ټرافيك پوليس وژل شوي او د ملكيانو په ګډون ۱۶ تنه ټپيان دي.
فرامرز زياته كړه، امنيتي ځواكونو د پېښې په ځاى كې دوه چسپكي ماينونه كشف او شنډ كړل.
خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې د پېښې له ځايه اته جسدونه او ۳۳ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ياد ځانمرګي بريد مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى او وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA