ads

د کندهار پر امنيه قوماندانۍ په ډله ييز بريد كې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كندهار پر امنيه قوماندانۍ تېر مازديګر شوى ډله ييز بريد د اوو بريد كوونكو په وژل كېدو سره پاى ته ورسېد. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په ياد بريد كې اووه ملكي وګړي او درې پوليس هم وژل شوي او ۵۹ ملكيان او ۲۷ پوليس ټپيان دي. […]

نویسنده: hewadpal
28 چنګاښ 1398
د کندهار پر امنيه قوماندانۍ په ډله ييز بريد كې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كندهار پر امنيه قوماندانۍ تېر مازديګر شوى ډله ييز بريد د اوو بريد كوونكو په وژل كېدو سره پاى ته ورسېد.
دغه وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، په ياد بريد كې اووه ملكي وګړي او درې پوليس هم وژل شوي او ۵۹ ملكيان او ۲۷ پوليس ټپيان دي.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللى دى.
د كندهار پر امنيه قوماندانۍ د ډله ييز بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.
جمهور رئيس محمد اشرف غني دا بريد غندلى او ويلي يې دي، د ملي يووالي حکومت د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو پر بنسټ د سولې پروګرام پرمخ وړي، خو طالبانو يو ځل بيا د دې وحشيانه بريد په ترسره کولو سره وښوده، چې د جګړې، تاوتريخوالي او پر ملکيانو د بريدونو د دوام نيت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA