ads

حمدالله محب پر ټولو د قانون پر يو ډول عملي كېدو ټينګار وكړ

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب ټينګار كوي، چې قانون بايد پر ټولو يو ډول عملي شي. د ملي امنيت شورا دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، محب تېره ورځ د پروان د نظامي شورا په غونډه كې، چې د دغه ولايت د والي فضل الدين عيار په مشرۍ جوړه شوې وه، ګډون […]

نویسنده: hewadpal
28 چنګاښ 1398
حمدالله محب پر ټولو د قانون پر يو ډول عملي كېدو ټينګار وكړ

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب ټينګار كوي، چې قانون بايد پر ټولو يو ډول عملي شي.
د ملي امنيت شورا دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، محب تېره ورځ د پروان د نظامي شورا په غونډه كې، چې د دغه ولايت د والي فضل الدين عيار په مشرۍ جوړه شوې وه، ګډون وكړ.
د ملي امنيت سلاكار په دې غونډه كې وويل، زورواکي، قانون ماتونه او سياسي لاسوهنې د منلو نه دي او په قوت سره يې په وړاندې درېدل په کار دي.
ده د خلكو د باور خپلولو په خاطر له امنيتي ځواكونو مننه وكړه او په وينا يې، د همدې ځواکونو برکت دی، چې هېوادوال د خونديتوب احساس کوي او د هېواد دښمنان په خپلو سترو پلانونو کې ناکام پاتې دي.
محب ټينګار وکړ، چې په پروان کې د شته ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به کوټلي ګامونه واخلي او د ولايتي ادارې او امنيتي ځواکونو اړتياوو ته به رسيده ګي وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA