ads

په خوست کې د ترافيکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د شېخ امیر کلينيک مخې ته په عام سړک شوې. د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل عادل حیدر وايي، چې په دې پېښه کې يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوې او درې ماشومان ټپيان دي. هغه وایي پېښه د سراچه ډوله […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 چنګاښ 1398
په خوست کې د ترافيکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي
خوست

دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د شېخ امیر کلينيک مخې ته په عام سړک شوې.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل عادل حیدر وايي، چې په دې پېښه کې يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوې او درې ماشومان ټپيان دي.
هغه وایي پېښه د سراچه ډوله موټر په واسطه رامنځته شوې او په وينا يې چې موټر چلوونکی د‌ پوليسو له خوا نيول شوی او تر پلټنو لاندې دی.
په ورته مهال د د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي د پېښې له ځايه دوی ته يو ښځينه جسد او يوه بله ښځه او يو ماشوم په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA