ads

طالبان په وردک ولایت کې له روغتیایي مرکزونو سره ستونزه نه لري

د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین وایي، دوی په وردک ولایت کې د سویډن کمېټې له ورځنیو کارونو سره کومه ستونزه نه لري. تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي وسله والو طالبانو په وردک ولایت کې ۴۲ روغتیاي مرکزونه تړلي. د دغې کمېټې مشر سوني منسون ویلي و، وسله والو طالبانو دغه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 چنګاښ 1398
طالبان په وردک ولایت کې له روغتیایي مرکزونو سره ستونزه نه لري
روغتیایي مرکز

د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین وایي، دوی په وردک ولایت کې د سویډن کمېټې له ورځنیو کارونو سره کومه ستونزه نه لري.
تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي وسله والو طالبانو په وردک ولایت کې ۴۲ روغتیاي مرکزونه تړلي.
د دغې کمېټې مشر سوني منسون ویلي و، وسله والو طالبانو دغه روغتیایي مرکزونه تړلي او هره ورځ کابو شپږ زره ناروغان له درملنې پاتې کېږي.
خو اوس په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی په وردک ولایت کې د سویډن کمټې له ورځنیو کارونو سره هېڅ ستونزه نه لري او کولی شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA