جمهوري ریاست خبر ورکړی چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اته غړي ګوښه او پر ځای یې نوي کسان ټاکل شوي دي.
ارګ ویلي چې شهرزاد اکبر د سیما ثمر پر ځای د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې مشره ټاکل شوې.
د ارګ خبرپاڼه وایي، د بشري حقونو پخوانۍ مشره سیما ثمر د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د ولسمشر د ځانګړې استازې په توګه ګومارل شوې ده.
شهزاد اکبر د جوزجان ولایت ده او تر دې وړاندې یې په ټولنیزو چارو کې د جمهور رییس د لوړپوړې سلاکارې په توګه دنده تر سره کړې ده.