ads

امنیتي ځواکونو د داعش ډلې د قومندان عمر خراساني ساتونکی نیولی

د ننګرهار ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د قومندان عمر خراساني د ساتوونکي د نیول کېدو خبر ورکوي. د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند په وچ تنګي سیمه کې د داعش ډلې یو تن غړی عبدالواجد چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 چنګاښ 1398
امنیتي ځواکونو د داعش ډلې د قومندان عمر خراساني ساتونکی نیولی
داعش ډله

د ننګرهار ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د قومندان عمر خراساني د ساتوونکي د نیول کېدو خبر ورکوي.
د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند په وچ تنګي سیمه کې د داعش ډلې یو تن غړی عبدالواجد چې د داعش ډلې د مهم قومندان عمر خراساني ساتوونکی و، د ملي امنیت ځانګړ ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیولی دی.
خوږیاڼي همداراز زیاته کړه، د داعش ډلې یاد غړی جلال اباد ښار ته د هدفي وژنو په موخه رالېږل شوی و.
د خوږیاڼي په وینا نیول شوی داعش وسله وال د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې له تیرو دوو کلونو راهیسې یې له داعش ډلې سره په فعالیت بوخت و.
د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیي په مربوطاتو کې د ځانمرګو بریدونو پلان جوړونکی ژوندی نیول شوی.
داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA