ads

اجراییه رییس د سولې په پروسه کې پر همغږۍ ټینګار وکړ

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس وایي، که د سولې په پروسه کې همغږي ونه لرو، سولې او ثبات ته نه شو رسېدلی. ښاغلي عبدالله نن په هغه کنفرانس کې چې د سولې او امنیت تر سرلیک لاندې جوړ شوی و وویل، د خبرو په لړۍ کې باید د ټولو افغانانو غږ یو وي او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 چنګاښ 1398
اجراییه رییس د سولې په پروسه کې پر همغږۍ ټینګار وکړ
اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس وایي، که د سولې په پروسه کې همغږي ونه لرو، سولې او ثبات ته نه شو رسېدلی.
ښاغلي عبدالله نن په هغه کنفرانس کې چې د سولې او امنیت تر سرلیک لاندې جوړ شوی و وویل، د خبرو په لړۍ کې باید د ټولو افغانانو غږ یو وي او له دې پرته سولې ته رسېدلې ناشوني دي.
نوموړي زیاته کړه، که وسله وال طالبان رښتیا هم سوله غواړي، باید سرتاسري اوربند اعلان کړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، هغه وخت رارسېدلی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تر اوسه اووه ځلې له امریکایي پلاوي سره په دوحه کې کتلي، خو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه دي حاضر شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA