slideshow

89
۲۷ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: جعفر فیصل

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېره پړه پر حکومت اچوله کېږي

د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، په تېرو شپږو مياشتوکې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴۵ پېښې ثبت شوې، چې تر ټولو ډېر مسووليت يې حکومتي چارواکو ته ورګرځي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خبريالانو د ژوند په اړه د خپلو تېرو شپږو مياشتو راپور له رسنيو سره شريک کړه.
په راپورکې راغلي، د ۲۰۱۹م کال په شپږو لومړيو مياشتوکې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴۵ پېښې ثبت شوې، چې درې پېښې د خبريالانو د وژنې، ۶ پېښې د ټپي کېدو او پاتې ۳۶ نورې هغه پېښې دي، چې د خبريالانو پر وړاندې فزيکي تاوتریخوالی، سپکاوی او ناوړه چلند ښيي.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول نجيب شريفي په دغه غونډه کې وويل، د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي تر ټولو ډېر مسووليت حکومتي چارواکو ته ورګرځي.
په همدې حال کې افغان خبريالان اندېښمن دي، چې په افغانستان کې د بيان آزادۍ ته له هېڅ لوري ژمنتيا نشته او خبريالان په خوندي ډول په افغانستان کې ژوند نه شي کولی.
د امريکا غږ خبريال جاويد له کليد راډيو سره خپله اندېښنه داسې شریکه کړه.
بل پلو ځينې افغان خبريالان بيا نيوکه کوي، چې د خبريالانو د ژوند خونديتوب لپاره د حکومت او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو هېڅ اراده نشته.
د آزادۍ راډيو خبريال پردېس کليد ته وويل، د خبريالانو ملاتړې ادارې او حکومت بايد په ګډه د خبريالانو د ژوند ژغورنې لپاره کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت تل د بيان آزادۍ پر وړاندې پر خپله ژمنتيا ټينګار کوي او د خبريالانو د ژوند خونديتوب لپاره خپل ځان مسوول ګڼي.
موږ هڅه وکړه په همدې تړاو د جمهوري رياست وياند نظر هم واخلو، خو له بار بار ټلیفوني اړیکو سره سره بريالي نه شوو.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *