slideshow

66
۲۷ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

ترکیه د ایف ۳۵ جنګي الوتکو له پروژې ایستل کېږي

اف ـ ۳۵ جیټ الوتکه تصویر: ټولنیزې رسنۍ

امریکا تازه ګواښ کړی چې ترکیه به د ایف ۳۵ جنګي الوتکو له پروژې وباسي.
امریکا دغه کار له روسیې څخه د ایس ۴۰۰ توغندیو د دفاعي سیسټم پېرلو په غبرګون کې کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې الن لرد ویلي، په دې پروژه کې د ترکیې شتون ځنډول کېږي او د حذفولو بهیر یې هم په رسمي توګه پیلېږي.
ترکیې او روسیې د سوریې په جګړه کې مهم رول لوبولی دی، او هلته یې د ځینو وسله والو ډلو پوځي ملاتړ هم کړی دی.
خو په وروستیو کې د ناټو له غړو هېوادونو او اروپايي ټولنې سره د ترکیې اړیکي خرابې شوې.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *