ملي دفاع وزارت په بادغېس ولایت کې له ۶۰ د ډېرو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت مرستیا ویاند فواد کلید ته وویل، دغه عملیات سه شنبه په بادغېس ولایت کې تر سره شوي چې په ترڅ کې یې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د ښاغلي امان په خبره چې په عملیاتو کې د اسحق پهلوان په نوم د وسله والو طالبانو یو قومندان هم ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړه چې ۴۰ امنیتي ځواکونه یې وژلي او ۱۶ نور یې ژوندي نیولي دي.
خو دفاع وزارت دغه ادعاوې ردوي او وایي چې هېڅ امنیتي سرتیری له طالبانو سره بندي نه دی.
په ورته وخت کې دفاع وزارت ټینګار کوي چې ډېر ژر به وسله وال طالبان په دغه ولایت کې وځپل شي.