په یمن کې د حوثیانو ویاند یحیی سریع څرګنده کړې چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د سعودي عربستان یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او له دې سره د جازان هوایي اډې الوتنې درېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه بریدونه د ایتلاف د عملیاتو او د یمن د کلابندو خلکو په غبرګون کې شوي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.