حافظ سید د پاکستان د جماعت الدعوه مشر و، چې نن لاهور ته پر لاره د ناڅرګندو دلایلو له کبله نیول شوی دی.
حافظ سعید په ۲۰۰۸ میلادي کال د هند په ممبۍ کې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو تورن دی.
ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند په ممبۍ ښار کې له بمي چاودونو وروسته پر جماعت الدعوۃ بندیزونه ولګول.
حافظ سعید د لشکر طیبه نومي ترهګرې ډلې بنسټګر بلل کېږي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې جګړه کوي او د دغې ډلې ځینې نور مشران هم له ترهګرو ډلو سره په مالي مرسته تورن شوي دي.
په ۲۰۱۴ کال امریکا جماعت الدعوه د ترهګرو ډلو نوملړ ته واچوله او پر هغې یې مالي بندیزونه ولګول.