جمهور رییس اشرف غني ویلي، د پاکستان لوړپوړي ملکي او پوځي چارواکي په دې باور دي چې د طالبانو په مشرۍ افغانستان د دوی په ګټه نه دی.
ښاغلي غني د ترکیې له نړیوالې خبري شبکې سره په خبرو کې د افغانستان په اړه د پاکستان د مختلفو سطحو نظر د شک وړ بولي.
نوموړي وویل چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان، د پوځ له لوی درستیز او د هغه هېواد د استخباراتو له رییس سره په لیدنه کې یې وموندله چې هغوی د افغانستان د واکمنۍ په سر کې د طالبانو شتون د خپل هیواد په گټه نه بولي.
ده څرګنده کړه، هغه جګړه چې د افغانستان پر وړاندې پیل شوې، اوس هم دوام لري او په وینا یې چې لا هم ترهګرې ډلې په پاکستان کې مدرسې او پټنځایونه لري.
جمهور رییس له طالبانو سره سولې ته په اشارې سره ویلي چې افغان حکومت داسې سوله غواړي چې د جمهوریت په چوکاټ کې وي، نه د امارت.