جمهوررئس غني پرون ماښام د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر همکاریو ټینګار وکړ.
په دغو ټليفوني خبرو کې دواړو خواوو په امنيتي مسايلو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سعودي عربستان بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو پر لاسرسي، په سيمه ييز اتصال کې د سعودي عربستان په نقش او د سولې په پروسه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلی غني پر داسې مهال د سعودي عربستان له ولیعهد سره د سولې او نورو مسایلو په اړه خبرې کوي چې په افغانستان کې د سولې راتګ ته د خلک هیلې ډېرې شوې دي.