په فاریاب کې د جندالله په نوم د طالبانو لوړپوړی قومندان له ۱۷ نورو ملګرو سره وژل شوی.
د هېواد په شمال کې افغان امنیتي ځواکونه د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځایونو د عملیاتو خبر ورکوي او وایي چې په دغو عملیاتو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دی.
د دوی په خبره چې په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو یو لوړپوړی قومندان ملا جندالله هم شامل دی.
د ۲۰۹ شاهین قو اردو ویاند محمد حنیف رضاي کلید ته وویل، دغه عملیات تېره ورځ تر غرمې وړاندې د مولوي جندالله پر پټنځای ترسره شوي او پر ځاني زیان سربېره، د طالبانو یو پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.
ویل کېږي چې په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.