متحده ایالاتونه وایي، هیله ده چې له شمالي کوریا سره د اټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه خبرې پیل شي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختک رامنځته شي.
د امریکا دغه هیله مندي پر داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې پیونک یانګ ګواښ وکړ چې د جنوبي کوریا او امریکا تر منځ نظامي تمرینونه د امریکا او شمالي کوریا تر منځ پر خبرو اغېز کولی شي.
شمالي کوریا ویلي چې دوی د جنوبي کوریا او امریکا تر منځ دغه تمرینونه څېړي.
امریکا او جنوبي کوریا له څو کلونو راهیسې دغه عملیات ترسره کوي، خو له شمالي کوریا سره د امریکا تر خبرو وروسته دغه تمرینونه خورا پیکه شوي دي.