ads

په كابل ښار كې د ماين چاودنه شوې

د كابل ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ماين چاودنه شوې ده. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، نن سهار نېږدې شپږ بجې په ارزان قېمت سيمه كې د سړك غاړې ماين چاودنه كړې ده. د نوموړي په خبره، دا چاودنه مرګ ژوبله نه لري، خو مالي زيانونه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 چنګاښ 1398
په كابل ښار كې د ماين چاودنه شوې
کابل

د كابل ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ماين چاودنه شوې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، نن سهار نېږدې شپږ بجې په ارزان قېمت سيمه كې د سړك غاړې ماين چاودنه كړې ده.
د نوموړي په خبره، دا چاودنه مرګ ژوبله نه لري، خو مالي زيانونه يې اړولي دي.
د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى او ادعا يې كړې، چې چاودنه د پوليسو په يوه پوسته كې شوې او له كبله يې هغوى ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA