ads

په فارياب كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړ شوې

د فارياب په پښتون كوټ او دولت اباد ولسواليو كې د امنيتي سرتېرو په توپچي بريدونو او جګړو كې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د پښتون كوټ ولسوالۍ په نظير اباد او نادر اباد سيمو كې نن سهار د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 چنګاښ 1398
په فارياب كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړ شوې
افغان امنیتي ځواکونه

د فارياب په پښتون كوټ او دولت اباد ولسواليو كې د امنيتي سرتېرو په توپچي بريدونو او جګړو كې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، د پښتون كوټ ولسوالۍ په نظير اباد او نادر اباد سيمو كې نن سهار د جګړو له كبله ۱۳ طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، د يادو جګړو په مهال پنځه افغان سرتېري هم وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل دي.
بل پلو رضايي زياته كړه، د دولت اباد ولسوالۍ په توپخانه قلعه كلي كې د طالبانو پر قرارګاه د توپچي بريدونو په ترڅ كې دوه طالب وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور، چې ازبكستاني وګړي دي، ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA