ads

په بلخ كې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په بلخ كې د شاهين ۲۰۷ عملياتو له پيل راهيسې له ۱۶۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د يادې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دا عمليات له تېرو ۱۱ ورځو راهيسې په بلخ، چهاربولك، چمتال او دولت اباد ولسواليو كې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 چنګاښ 1398
په بلخ كې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغان امنیتي ځواکونه

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په بلخ كې د شاهين ۲۰۷ عملياتو له پيل راهيسې له ۱۶۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دا عمليات له تېرو ۱۱ ورځو راهيسې په بلخ، چهاربولك، چمتال او دولت اباد ولسواليو كې روان دي، چې تر دې دمه په كې د ۲۲ قوماندانانو او مهو غړو په ګډون ۸۷ طالبان وژل شوي او د ۱۷ سرګروپانو او قوماندانانو په ګډون ۷۷ تنه نور ټپيان دي.
د ده په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو په دغو ولسواليو كې اووه طالبان نيولي هم دي.
رضايي زياته كړه، د عملياتو په مهال له ۳۰ زيات كلي د طالبانو له شتونه پاك شوي او افغان هوايي ځواكونو د هغوى څو مهمې قرارګاوې هم له منځه وړې دي.
بل پلو ويل كېږي په بلخ كې د شاهين ۲۰۷ عملياتو په ترڅ كې اووه امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو د مسوولينو په خبره، دا عمليات د دغه ولايت په ناامنه سيمو كې په برياليتوب سره دوام لري.
خو وسله والو طالبانو يادې ادعاوې رد كړي او ويلي يې دي، چې په تېرو څو ورځو كې يې په بلخ كې لسګونو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA