د پاکستان هوايي حريم د افغانستان د الوتنو پر مخ پرانيستل شو.
د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه هوايي حريم له ۱۳۵ ورځو تړل کېدو وروسته د افغانستان د الوتنو پر مخ پرانيستل شوى دى.
په خبرپاڼه كې د هند د هوايي لېږد را لېږد له شرکتونو غوښتل شوي، چې افغانستان ته د خپلو الوتنو لړۍ بېرته پيل کړي.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د كړكېچ تر اوج ته رسېدو وروسته پاکستان د هغو الوتکو پر مخ د خپل هوايي حريم د تړلو پرېكړه وكړه، چې هند ته يې الوتنې کولې.