د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د يوې خونې د چت لوېدو له كبله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، پېښه تېره شپه په بر پچير سيمه كې رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د يوې كورنۍ پنځه تنه وژل شوي او يوه ۵۵ كلنه ښځه ټپي ده.
د نوموړي په خبره، په وژل شوو كې دوه نجونې، دوه هلكان او يوه ۲۵ كلنه ښځه شامله ده.
خوږياڼي د خونې د چت لوېدو علت زوړوالى وښود.
دا لومړى ځل نه دى، چې په ننګرهار کې د خونې د چت لوېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ غړي خپل ژوند له لاسه ورکوي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښو ګڼو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.