راپورونه وايي، د عراق په جنوبي ښار حسينيه کې د دوو ځانمرګو بريدونو په پايله کې پنځه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
دغه بريدونه تېره ورځ ترسره شوي دي.
تر دې وړاندې امنيتي سرچينو ويلي وو، چې امنيتي ځواکونو د پايتخت بغداد په ختيځه برخه کې يو ځاى پر ځاى شوى بم شنډ کړى دى.
تر دې دمه د يادو ځانمرګو بريدونو مسووليت چا نه دى منلى.
په عراق کې داسې مهال ځانمرګي بريدونه كېږي، چې تازه په دغه هېواد کې د داعش ډلې د بريدونو خبردارى ورکړل شوى دى.