د عراق د ماليې پخواني وزير باقر جبر الزبيدي داسې معلومات ترلاسه کړي، چې ښيي د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په ليبيا کې دى.
نوموړى وايي، په پام كې ده البغداي ډېر ژر وينا وکړي او په عراق کې د داعش ډلې د بيا فعالېدو خبر ورکړي.
دغه پخوانى وزير خبردارى ورکوي، چې داعشيان پلان لري يو ځل بيا د عراق مرکزي او شمالي سيمې په ځانمرګو بريدونو په نښه کړي.
الزبيدي اټکل کوي، چې داعش ډله دا ځل نه يوازې په عراق، بلکې په مصر او تونس کې هم د بريدونو ترسره کولو پلان لري.
دى ټينګار کوي، چې ياده ډله غواړي په تروريستي فعاليتونو د افريقا يو شمېر برخې بېلې کړي.