slideshow

45
۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد جعفر فیصل

فیفا او ټیفا: د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره سیاسي اراده نشته

ټاکنې تصویر: ټولنیزې رسنۍ

پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو لپاره په کورنۍ او بهرنۍ کچه سياسي اراده نشته.
پر ټاکنو يو شمېر څارونکي بنسټونه اندېښمن دي، چې په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره په کورنۍ او بهرنۍ کچه هېڅ ډول سياسي اراده نشته او روان وضعيت د ټاکنو په اړه د خلکو باورونه زیانمن کړي دي.
د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسیسې (فیفا) او دغه راز د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) د يوې ګډې خبري ناستې په ترڅ کې د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو د رایې اچونې تر پروسې مخکې پړاوونو د ارزونې لومړی راپور له رسنيو سره شريکه کړه.
په دغه راپور کې د افغانستان د روان سیاسي حالت ټولیزه شننه شوې، چې ټوله محتواي د ټاکنو د بوديجې لپاره د نړيوال ټولنې پر پېچلي دريځ، د ټاکنو کمېسیون پر تخنیکي ستونزو، د رایې ورکوونکو د نوملیکنې پر نامعلوم نوملړ او له وخته وړاندې پر ټاکنیزو کمپاینونو ورټوله وه.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) ويانده صغرا سعادت د دغه راپور يوې مهمې برخې ته داسې اشاره کوي: «د راپور ټوله منځپانګه (محتوا) د ټاکنو د بوديجې لپاره د نړيوال ټولنې پر پېچلي دريځ، د ټاکنو کمېسیون پر تخنیکي ستونزو، د رایې ورکوونکو د نوملیکنې پر نامعلوم نوملړ او له وخته وړاندې پر ټاکنیزو کمپاینونو ورټوله ده»
په همدې حال کې د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) مشر نعيم ايوب زاده په دغه غونډه کې وويل، په ورستيو کې د افغانستان پر وړاندې د نړيوال ټولنې دريځ بدل شوی او په افغانستان کې
د رڼو ټاکنو لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نشته.
دغه راز د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو موسیسې (فيفا) اجرايوي مشر يوسف رشيد په دغه خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنو لپاره دې بشپړ چمتوالی ونيول شي او د جمهوري رياست کاندېدان دې له خپلسرۍ، ځان ځانۍ او ټيم محورۍ څخه ډډه وکړي.
د افغانستان د ټاکنو لپاره د سياسي ارادې د نشت خبره په داسې حال مطرح کېږي، چې د افغانستان حکومت تل د ټاکنو پر وخت ترسره کېدو ټينګار کړی دی.
موږ هڅه وکړه چې د افغانستان د ټاکنو د برخليک په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون نظر هم واخلو، خو له بده مرغه له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه شوو.
د يادونې وړ ده چې پر ټاکنو څارونکو بنسټونو په دغه غونډه کې له دې کبله هم اندېښنه څرګنده کړه، چې ګواکې د جمهوري رياست نوماندان له وخت مخکې د واک د وېشلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *