ads

په هلمند كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

په هلمند كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دغه ولايت د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد هوايي بريدونه د دې قول اردو هوايي ځواكونو پرون ناوخته د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو كې د طالبانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 چنګاښ 1398
په هلمند كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي
افغان هوایي ځواکونه

په هلمند كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد هوايي بريدونه د دې قول اردو هوايي ځواكونو پرون ناوخته د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو كې د طالبانو پر يوې قرارګاه كړي دي.
سرچينه وايي، په دغو هوايي بريدونو كې د طالبانو ګڼ شمېر سپكې او درنې وسلې هم له منځه يووړل شوې.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA