په تېرو څو ورځو کې په نيپال کې د سختو بارانونو او ځمکو ښويېدو له کبله ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او کابو ۳۰ نور لادرکه دي.
نيپالي چارواكي وايي، سختو بارانونو يې د ژغورنې عملياتو مخه نيولې ده.
دوى زياتوي، هلته خلكو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د دې ترڅنګ د هند په ختيځ کې هم سخت بارانونه شوي او خلكو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
هندي چارواكو ويلي، په اسام ايالت کې د سختو بارانونو په پايله کې ۱۴ تنه وژل شوي او كابو يو ميليون نور کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
موسمي بارانونه، چې له جون څخه تر سپټمبر مياشتې پورې په جنوبي اسيا کې اوري، هر کال د دغې سيمې اوسېدونكو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړوي.