ads

په روسيه كې ټرافيكي پېښې شپږ کسان وژلي

د روسيې په باشكور توستان سيمه كې ټرافيكي پېښې لږ تر لږه شپږ كسان ووژل او يو شمېر نور يې ژوبل كړل. د روسي رسنيو د راپورونو له مخې، يو بس، چې ۲۹ مسافر يې لېږدول، په دې سيمه كې له سړكه وتلى او چپه شوى دى. تراوسه د پېښې علت څرګند نه دى، خو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 چنګاښ 1398
په روسيه كې ټرافيكي پېښې شپږ کسان وژلي
په روسیه کې ټرافیکي پېښه

د روسيې په باشكور توستان سيمه كې ټرافيكي پېښې لږ تر لږه شپږ كسان ووژل او يو شمېر نور يې ژوبل كړل.
د روسي رسنيو د راپورونو له مخې، يو بس، چې ۲۹ مسافر يې لېږدول، په دې سيمه كې له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
تراوسه د پېښې علت څرګند نه دى، خو ځينې سرچينې يې د هوا خرابوالى يادوي.
روسيه د نړۍ د ګڼې ګوڼې لرونكو هېوادونو له جملې بلل كېږي، چې هر كال په كې د ټرافيكي پېښو له كبله سلګونه تنه خپل ژوند له لاسه وركوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA